د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین مولوي جانان آغا احمدزي په ملتیا، لوګر ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۲:۲
_

په دې ناسته کې حاضرینو په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ژوند د حالت په اړه معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې مهاله ورته د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.

د مهاجرینو استازو د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي او هیله یې څرګنده کړه، چې پخوانیو راستنو شویو ته به هم د حکومت لخوا د اړتیا وړ خدمات وړاندې شي.

د ناستې پر دوام د لوګر د مهاجرینو استازو خپل وړاندیزونه او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د حشر په ډول ټولو امارتي ادارو ته د کډوالو د ښه خدمت په موخه دندې سپارلې دي.

محترم وزیر لوګر ته د راستنو شویو وړاندیز ته په اشارې یادونه وکړه، چې له ارزونې او اداري پړاونو له بشپړولو وروسته به ورته د ځمکو وېش ته لاره هواره شي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې په جبري ډول راستانه شوي هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو له نیکه‌مرغه د اسلامي امارت په هڅو او مالي ملاتړ، له ایران او پاکستان څخه د راستنو شويو ښه خدمت وشو او اسلامي نظام ژمن دی، چې د اوسنیو او پخوانیو راستنو شویو هرې ستونزې ته به رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته