د پناه غوښتونکو مرستيال: د وزارت او ناروې ترمنځ د هوکړه ليک بيا کتنې ته اړتيا ده

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۹:۸
________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د لړم په ۲۲مه په افغانستان کې د ناروې سفير اولي اندريس ليندمن سره ليدنه وکړه او د همکاريو پردوام او دنارې له حکومت سره د کډوالو وزارت د ګډ هوکړه ليک پر بيا کتنې خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ د افغان حکومت سره د ناروې هېواد له  همکاريو په ځانګړي توګه د کډوالۍ په برخه کې مننه وکړه ويې ويل: د  ناروې هېواد سره د کډوالو وزارت ګډ هوکړه ليک بيا کتنې ته اړتيا لري او د منځپانګې لپاره يې ځينو تعديلاتو ته اړتيا ليدل کېږي. له بلې خوا افغانستان ته دافغان کډوالو د راتګ مخکې  د دوی د روغتياساتنې او کوېټ ۱۹ ناروغۍ د چک غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ناروې سفير د پناه غوښتونکو مرستيال ته د کډوالو وزارت د پناه غوښتونکو د مرسيتال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره يې د کډوالۍ په برخه کې يې  دناروې هېواد دهمکاريو خبر ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته