د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د کابل ښار د پلازمینې ترمینل مېشتغالی وکاته

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د وږي پر پنځمه په کابل کې د پلازمینې ترمینل مهاجرینو مېشتغالی  څخه وکاته.

په دې کتنه کې د کابل ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیب زي او د لنډمهاله استوګنې کمیسیون غړي مولوي نصرت الله طلحه هم برخه اخیستې وه، چې د کتنې موخه یې د راستنو شویو مهاجرینو د ستونزو اوریدل او د مېشتغالي د احاطوي دیوال  دبشپړېدو څارنه وه.

ښاغلي راشد له نږدې د راستنو شویو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه.

دغه راز نوموړي روغتیایي سيار مرکز، چې د کابل ولايت د عامې روغتيا رياست په مرسته راستنېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، هم وکاته او د هغوى چارې يې وڅېړلې.

د یادولو وړ ده چې د دې مېشتغالي ۴۰۸ متره اوږد دیوال د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمیسیون د لنډمهاله استوګنېکمیټې له لوري د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست سره همغږۍ او همکارۍ د راستنېدونکو د د ښه امنیت د تامین په موخه جوړیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته