د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه پیسې به په کابل، بلخ، کندز، بغلان، جوزجان، کندهار، زابل، نیمروز، پکتیا، بامیانو، هرات او ننګرهار کې  ۲۰۴ زره کورنیو او ۱۴۷ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د ټولنیز خوندیتوب، د غیرغذایي کڅوړو وېش، سرپناه او ژوند په نورو برخو کې مصرف شي.

د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، چې کورنیو او نړۍوالو بنسټونو په همغږۍ زیانمنو شویو کورنیو ته غوره خدمتونه او ښې مرستې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته