د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ او د کونړ د علماوو د شورا له رئیس شیخ عبدالقهار سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۲۹
-
د پیل په ناسته کې، چې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم سره څو تنه علما هم مل وو، په بېلابېلو برخو کې یې د مهاجرینو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ولس او حکومت باید په ګډه د اسلامي نظام ساتنې او پاېښت ته لاډېر کار وکړي.
د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم شیخ عبدالحفیظ وویل، چې د اسلامي امارت لخوا علمي او ښوونېزې برخې ته اړتیا وړپام شوی او هیله یې څرګنده کړه، چې حکومت به د مدرسو او ښوونځیو شته ستونزو ته هم حللارې ولټوي.
ښاغلي مهتمم د یو لړ ستونزو د حل په موخه، خپل وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
همدارنګه په بله ناسته کې د کونړ د علماوو شورا رئیس ښاغلي شیخ عبدالقهار د خپلو کړنو او فعالیتونو په یادولو سره وویل، چې د علماوو شوراګانې په اغېزمن ډول خپلې چارې پر مخ وړي او د ګڼو ستونزو په حل کې له سمه يیزو مسوولیتو سره همکاري کوي او خپلې سلا مشورې ورسره شریکوي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علمای کرامو ته ښه راغلاست وویل او په ټولنه کې یې د علماوو ارزښت مهم یاد کړ.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت هرې برخې ته متوجه دی او له توپـــیر پرته د ولس ستونزې هواروي.
محترم مولوي عبدالکبیر شوو وړاندېزونو ته د رسیدنې پر څرنګوالي او حللارو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دینې مدرسو زده کوونکو ته دې د اړتیا وړ مهارتونه هم تدریس شي، څو په ټولنه کې ښه اغېز ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته