د قندهار ولايت په سپين بولدک کې د مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۴۰
-

د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني کمېسېون د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د همغږۍ او د جبري  راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي په موخه  په سپين بولدک کې د مؤسسو له استازو سره  ناسته وکړه.
 په دې ناسته کې په لومړي سرکې په سپين بولدک کې د مهاجرينو چارو مسؤول د جبري راستنېدونکو د شمېر، موقتي کمپونو، خوراکي توکو د برابرولو، روغتيايي خدماتو، اوبو رسونې شبکې بېړنۍ اړتياوې وبللې.
وروسته د جبري راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي کمېسون د مؤسسو سره د لازياتې همغږۍ په رامنځ ته کولو، د خوراکي توکو، نغدي او غير خوراکي توکو په وېش ټينګار وکړ.
د اجباري راستنېدونکو د عمومي وضعيت ته د لاسرسي کمېسيون د مهاجرينو له پاره د افغانستان اسلامي امارت په امکاناتو او فعاليتونو خبرې وکړې او د مرستو رسولو لړۍ په ګړنديتوب او د شيفت ټيمونو د جوړېدو غوښتنه يې وکړه. 
وروسته د کډوالۍ نړيوال سازمان، د خوراک نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې استازو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د مرستو د چټکتيا ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو چارو وزارت او افغان ها برای حمایت از معارف موسسې تر منځ د ۴۴ زره او ۷۳۸ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په بلخ کې ۲۱۶ راستنو شویو کورنیو او کوربه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د راستنو شویو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک) فعال شو

په مهاجرینو چارو وزارت کې د دغه وزارت د مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک)  فعال شو.
ښاغ. . .

بېرته خبرونه ته