د سويل ختيځ زون د څلورو ولايتونو په کچه د قومي شخړو د حل په موخه شورا تشکیل شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۲۱:۰
صدام انوری
د خوست ولایت مقام د ناستو په تالار کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ يوه لویه پرتمینه غونډه وشوه
په دغه ناسته کې د څلور ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر د والیانو ترڅنګ ددغه ولایتونو علماؤ او قومي مشرانو هم ګډون درلود
ښاغلي حقاني په خپله وينا کې د قومي شخړو، ناوړه دودونو او د يادې شورا د جوړولو د اهميت ترڅنګ وويل چې سر له نن څخه هیڅوک په بل چا د تجاوز حق نلري او ټولې ستونزې به د خبرو له لارې هوارېږي نوموړي زیاته کړه، دا شورا یوازې ددغه ولایتونو پورې محدوده نه ده او ژر به د هیواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي
ناستې ته د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، د پکتیا والي مولوي احمد علي جان، د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار او د لوګر والي مولوي عنایت الله ویناوې وکړې او د شورا جوړول يې ګټور ګام وباله او په تعقیب یې د څلورو ولایتونو علماؤ، قومي مشرانو او مخورو هریو په خپل نوبت وینا وکړه او جرګه یې د اسلامي شریعت او د افغاني کلتور له مخې مهمه وبلله
د یادونې وړ ده، چې په خوست ولایت کې له ډېرې مودې راهیسې د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړه ده، چې له دواړو لورو لسګونه کسان پکې وژل شوي
په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې نهایي حل ته رسېدو پورې به دوی اور بند کوي او شورا به دغه معضلې ته د خبرو اترو له لارې د پای ټکی ږدي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته