د دایکندي د مهاجرينو چارو آمر د مهاجرینو چارو وزير سره وکتل
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د دایکندي ولايت د مهاجرینو چارو آمر مولوي محب الله اخوندزاده سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په دغه ولايت کې د مهاجرینو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو او ستونزو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي اخوندزاده د وزارت له سرپرست وزیر حقاني سره د دې ادارې د فعالیتونو او د چارو د ښه والي لپاره ستونزې شریکې کړې او ورته د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.
د مهاجرینو چارو وزیر د دایکندي د مهاجرینو چارو آمر ته د دغو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
