د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اراده لري چې د (د ۵۲ قلمه پرزو، فلټر باب او د اتبلو اوبو د تدارک او تهیه کولو په موخه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره) تړون، د صدیق احمدي لمتید شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۰۱۰۱–۲۰۴۴۸) ده او په کابل ښار کې د قوای مرکز په سیمه کې موقعیت لري، د ۹۰۴٬۲۰۰ (نه‌ سوه او څلور زره او دوه سوه افغانیو) په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د دلیلونو سره یو ځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد کې د جنگلک فابریکې تر شا موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وسپاري.

یاده خبرتیا د تړون د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ نه شي او قانوني مراحل پوره نه شي، تړون به نه‌لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۴۳
Background image

د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اراده لري چې د (د ۵۲ قلمه پرزو، فلټر باب او د اتبلو اوبو د تدارک . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د قرارداد د ورکړې خبرتیا!

موضوع: د قرارداد ورکول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تاسو ټولو ته خبر درکوي، چې د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له په پام کې لري، چې د وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال اړتيا لپاره د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۸
Background image

د دواطلبۍ اعلان


موضوع: د ۱۴۰۴ مالي کال ژمي لپاره د وزارت دفترونو د ګرم کولو په موخه د مایع گازو چمتو کول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد . . .

Back to tenders