د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اراده لري چې د (د ۵۲ قلمه پرزو، فلټر باب او د اتبلو اوبو د تدارک او تهیه کولو په موخه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره) تړون، د صدیق احمدي لمتید شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۰۱۰۱–۲۰۴۴۸) ده او په کابل ښار کې د قوای مرکز په سیمه کې موقعیت لري، د ۹۰۴٬۲۰۰ (نه‌ سوه او څلور زره او دوه سوه افغانیو) په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د دلیلونو سره یو ځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد کې د جنگلک فابریکې تر شا موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وسپاري.

یاده خبرتیا د تړون د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ نه شي او قانوني مراحل پوره نه شي، تړون به نه‌لاسلیک کېږي.