د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
Mon, Feb 17 2025 9:01 AM
په مهاجرینو چارو وزارت کې د ډنمارک د کډوالۍ له ټولنې سره د یو میلیون او یو سل ۵۶ زره او ۴۴۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې دغه بنسټ به پورتنۍ پیسې د نغدي مرستو وېش او د اقتصادي خوندیتوب او ودې اړوند په کابل، کندهار، پروان، زابل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، هرات، بادغیس، فراه او کونړ ولایتونو کې ولګوي، چې ۲ سوه ۹۸ زره او ۵۵۶ تنه راستانه شوي، بېځایه شوي او کوربه ټولنه به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه لیک د مهاجرینو چارو وزارت د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته بنسټ د ریسې له لوري لاسلیک شو.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS