الحاج خلیل الرحمان حقاني د (OCHA) موسسې له مرستیال سره وکتل

sadam_morr
Sun, Mar 27 2022 5:00 AM
ـــــــــــ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې له مرستیال ښاغلي محمد خاطر زید سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه ناسته کې د بې اسناده مهاجرو، په سرحدونو کې راستنېدونکو ته د اسانتیاو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي خاطر زید د افغانستان له اوسني وضیعت څخه خوښي څرګنده کړه او وویل: تېره اونۍ زه د خوست ولایت ډېر لرو پرتو سیمو ته ولاړم، په هرځای کې امن و، خوښي وه او هیڅ ستونزه نه وه.

Latest news

BACK TO NEWS