د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

anwari_morr
Wed, Aug 05 2026 11:41 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي ولایتونو مجاهدینو او د اسلامي امارت کارکوونکو په خپلو مسوولیتونو کې د پرمختګ او لاسته راوړنو په یادولو سره وویل، چې د اسلامي نظام ادارې د ولس د ستونزو حل او د اسلامي امارت د چارو پر مخ وړلو لپاره شپه او روځ کار کوي او د ولس سلا مشورې اورېدل کېږي.
د ناستې په لړ کې حاضرو مسوولینو د ځینو موضوعاتو په اړه د ولس وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ښه راغلاست وویل او اسلامي نظام ته د خدمت په برخه کې یې د حکومتي مسوولینو هڅې وستایلې.
نوموړي د امارتي ادارو پياوړتیا او اغېزمن کار د ټولو ګډ مسوولیت یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې له شته امکاناتو دې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د ناستې په پای کې شریک شوي وړاندیزونه مهم وبلل شول او ورته د رسېدنې یادونه وشوه.

Latest news

BACK TO NEWS