د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د ترک او افغان سوداګرو د ټولنې له مشر سره وکتل

sadam_morr
Mon, Sep 01 2025 9:48 AM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ترک او افغان سوداګرو د ټولنې له مشر ښاغلي علاءالدین دولت اولګر او د ترکیې یو شمېر سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي علاءالدین د دې ټولنې د جوړېدو موخه او فعالیتونه له محترم راشد سره شریک کړل او په ترکیه کې د مېشتو افغان مهاجرینو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکی معین د ښاغلي علاءالدین او ورسره مل پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په ترکیې کې د مېشتو افغان مهاجرینو قانوني ستونزو ته به رسېدنه وشي. محترم راشد په ترکیې کې د مېشتو مهاجرینو د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې مهاجر دې په خپله خوښه او په خوندي ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS