کډوالو وزير د تخار والي سره وليدل

sadam_morr
Sat, Aug 03 2019 9:54 AM

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزيرتخار ولايت دوالي عبدالحق شفق سره د تېرې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۹مه په کډوالو چارو وزارت کې د تخار ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

عبدالحق شفق په لومړي سرکې د تخار ولايت د بېځايه شوو د وضعيت او ستوزو په اړه وويل، ياد ولايت ۷۶۰۰ بېځايه شوي لري، چې ۷۰ ٪ بېځايه شوي يې  سروې شوي او ۳۰٪ يې سروې کېږي. نوموړي زياته کړه، چې بېځايه شوي د سرپناه د نشتوالي او خوراکي موادو د کمښت سره مخ دي دکډوالو چارو وزارت او اړ وندو ادارو څخه د زياتې پاملرنې غوښتونکی شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دتخار ولايت د بېځايه شوو د وضعت د راپور اورېدو وروسته  ژمنه وکړه، چې ددې ولايت د داخلي بېځايه شوو ستونزو ته به لاس رسی وکړي.

ښاغلي بلخي لارښوونه وکړه، چې بېځايه شووته دې يوه ځانګړې برنامه جوړه شي او د بېځايه شو ته يې د یو ګودام د جوړېدو ژمنه وکړه ويې ويل، چې په دې برخه کې به هلې ځلې وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS