د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ څلور هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل

sadam_morr
Sun, Apr 27 2025 11:01 AM

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۶۱۶ زره او ۷۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه‌لیکونه د اراده، کورداید، د بشري مرستو ټولنې او د افغانستان د راتلونکي پراختیا ټولنې بنسټونو سره لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه ‌لیکونو له مخې، یاد بنسټونه به نوموړې پیسې د ننګرهار او خوست ولایتونو کې د نغدو مرستو وېش، د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړولو، حرفوي زده کړو او خامو موادو د وېش په برخو کې ولګوي. له دې مرستو څخه به ۱۳۲۸ راستنېدونکې کورنۍ او ۵۰ بې‌ ځایه شوي، راستنېدونکي او کوربه ټولنې ګټه پورته کړي.

Latest news

BACK TO NEWS