له  ۱۲۰۰۰ زياتو بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د خوړو وېشلو په موخه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
Mon, Jul 22 2019 3:04 PM

د غه هوکړه ليک د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ دمياشتې په ۳۱مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د سرپرست مرستيال مهر خدا صبار او د افغانستان د بيارغونې موسسې د مسئول ترمنځ لاسليک شو.

ددغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه بېځايه شوو، راستنېدونکو او طبيعي پېښو خونديتوب د هېواد په اوو شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د ډېرو زيانم شوو خلک سره د ناورين او د وضعيت د خرابوالي مخنيوي او دوی سره  د اوسېدو په برخه کې د لازمو مرستو ترسره کول دي. 

د ياد هوکړه ليک مالي لګښت ۹ميليونه ۷۱۹ زره او ۹۹ افغانۍ دی، چې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ورکول کېږي.

د افغانستان د کليو بيا رغونې موسسه به د ياد هوکړه ليک پر اساس  د فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او کندز ولايتونوکې د يوې سروې او د اسکوب په ډېټابېس کې له ثبت وروسته ۱۲۱۰۰ کورنيوته خوراکي مواد ووېشل شي.

Latest news

BACK TO NEWS