په مهاجرینو وزارت کې د راتلونکي کال لپاره د اړتیاوو په اړه ناسته وشوه

sadam_morr
Mon, Dec 09 2024 2:08 PM
_
د راتلونکي 1404 هجري لمریز کال د اړتیاوو په اړه د لازمو او دقیقو لارښوونو د برابرولو په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د تدارکاتو امریت له لوري د مرکزي ریاستونو د اجرایوي امرینو او مدیرانو په شتونکې د وزارت په تالار کې ناسته وشوه.
پیل کې د تدارکاتو امر محمد جمال ځدراڼ خبرې وکړې او ویې ویل: په پام کې لرم چې موږ اراده لرو چې د راتلونکي کال 1404 هجري لمریز کال د اړتیاوو او تدارکاتي پلانونو پر بنسټ کار پیل کړو او د بودیجې امریت سره په همغږۍ ترتیب او د هغې له مخې به مخ ته ځي.
هغه په تدارکاتو کې سپما کول یو مهم اصل وباله او زیاته یې کړه: که اړتیاوې په سطحي توګه په پام کې ونیسو، نو په راتلونکي کې به له ستونزو سره مخ شو، هر څومره چې اړتیاوې دقیقې او منظمې وي، په راتلونکي کې به هم په ښه توګه پلې شي.
ورپسې د پورتنۍ موضوع په اړه د تدارکاتو ریاست د قراردادونو د اسانتیا او پلان جوړونې رئیس اجمل نصرت لخوا چمتو شوی پریزنټیشن په تفصیل سره وړاندې شو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS