یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
Tue, Dec 03 2024 8:38 AM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د مرکزي رییسانو، آمرانو او مدیرانو لپاره د پلان ورکونې او پلان ترتیب یو ورځنی ورکشاپ د مهاجرینو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د پلان د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: پلان په یوه اداره کې د یوې اړینې موضوع لپاره جوړېږي او له مخې یې کارونه مخ ته وړل کېږي.
د کایناتو نظام او د پېغمبرانو ټولې چارې د يو پلان له مخې رامنځته شوې دي او تر وروستۍ ورځې پورې به دوام لري.
هغه د پلان شتون د اسلام له نظره مهم او ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه: که پلان سم وي، موږ به بریالي شو او مطلوبه نتیجه به ترلاسه کړو.
ورپسې د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د پلان ریاست ستراتیژیکې موخې تشریح کړې او زیاته یې کړه: د دغه ریاست په تعاملاتو او فعالیتونو کې ټول کارکوونکي شریک دي او دا ټولې چارې شریکې دي او له یو کس پورې تړلې نه دي.
هغه زیاته کړه، د پلان ریاست هڅه کوي، چې پلان ګام په ګام پلی کړي، چې دایمي او باثباته خدمتونه وړاندې کړي.
بیا د پلان آمر حکمت الله رحیمي د پلان د فارمټ او تشریح په برخه کې پریزنټیشن ورکړ. کلنی پلان یې تشریح کړ او ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS