د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال هلمند ولایت کې د پراختیایي پروژو د کاري بهیر کتنه وکړه

sadam_morr
Sun, Dec 01 2024 10:01 AM
-


 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هلمند ولایت ته په خپل سفر کې د ښونځیو د جوړونې، روغتیايي او ټولنیزو مرکزونو او د اوبو رسونې شبکو د ۹ پراختیایي پروژو د کاري بهیر کتنه وکړه.

 په دې سفر کې له ښاغلي راشد سره د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام نبي الله دادخېل ستانکزي  د هلمند د مهاجرینو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي او د مهاجرینو وزارت د تخنیکي ټیم غړو هم ملتیا کوله.
 د هلمند د مسولینو په وينا، په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې د نهو پراختیایي پروژو له جملې څخه دوه يې بشپړې شوي، چې څلور يې تر کار لاندې دي او د درېيو نورو پروژو چارې به په راتلونکي کال کې پيل شي.
دغه پروژې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او د هلمند ولايت د مهاجرینو چارو رياست  يې څارنه په غاړه لري.
 ښاغلي راشد په دې څارنه او کتنه کې له دغو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه او د هېواد د مظلوم قشر لپاره یې اړینې وګڼلې.

Latest news

BACK TO NEWS