د کندهار مهاجرینو ریاست ته د چین له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته وسپارل شوه

sadam_morr
Tue, Nov 26 2024 2:03 PM
-
د چین هېواد له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ته وسپارل شوه.
په دغو مرستو کې دوه پیکب موټرونه، دوه کاردینا موټرونه، دوه امبولانسونه، دوه د اوبو ټانکرونه، ۱۷۰ خیمې او ۷۵ کمپلې شاملې وې، چې د مولوي عبدالرحمن راشد له لوري یاد ریاست ته په رسمي توګه وسپارل شوې.
مسلکي معین د یادو مرستو له امله د چین هېواد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خیریه موسسې او هېوادونه دې له افغان مهاجرینو سره مرستې وکړي.
د کندهار مهاجرینو رییس له یادو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، کندهار هغه ولایت ده، چې زیات مهاجرین ورته راستانه شوي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

Latest news

BACK TO NEWS