په مهاجرینو وزارت کې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Wed, Nov 06 2024 2:28 PM
-

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري خیریه، تحقیقات علمي و انکشاف جامعه او اکتید موسسو سره د ۶ سوه ۳۸ زره ۵۴ امریکايي ډالر په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې به، د بشري خیریه موسسه ۴ سوه ۷۶ زره ۶۸۵ امریکايي ډالر په کندهار ولایت کې د ۸۰۲ بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره د سرپناوو په جوړولو لګوي، د اکتید موسسه به ۹۹ زره ۸۴۹ امریکايي ډالر په بلخ ولایت کې د ۱۰۰ تنو لپاره د قالینو پروسس په برخه کې د زمینې په برابرولو کې لګوي او د تحقیقات علمي او انکشاف جامعه موسسه به په بغلان ولایت کې ۲۷ زره ۳۲۰ امریکايي ډالر د خوراکي توکو په ویش او د مشورو په برخه کې لګوي، چې ۶۱۵ تنه راستانه شوي به ګټه ترې واخلي.

دغه هوکړه لیکونه د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو استازو تر منځ لاسلیک شول.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS