بغلان: د سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې پیل شوې

sadam_morr
Tue, May 14 2024 2:45 PM
-
د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو ته د هر شهید پرسر ١٠٠ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له لورې وویشل شوې.
د یادو مرستو د ویش پرمهال د مهاجرینو چارو وزیر وویل: دغه مرستې اوسمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند ٥٥ کورنیو ته د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوې او ټولو د شهیدانو کورنیو ته به وویشل شي.

Latest news

BACK TO NEWS