د اسلامي نظام له نفاذ وروسته د اسلامي امارت لومړنی هدف د هېواد پرخپل ځان بساینه ده

sadam_morr
Sun, Mar 24 2024 9:06 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د ملت سټیل فابریکې ددویم فاز پیل غونډه کې وویل: په تېرو څو لسیزو کې مو په افغانستان کې د جنګونو او وژنو خبرونه اورېدل، خو نن د امن، خپلواکۍ، ابادۍ او بیارغونې خبرې اورو

نوموړي وویل، د اسلامي نظام له نفاذ وروسته د اسلامي امارت لومړنی هدف دا دی، چې په سیاست، اقتصاد، روغتیا او په هره برخه کې پرځان بسیا شو
ښاغلي حقاني له تجارانو او پانګوالو وغوښتل، چې اسلامي امارت سره په مشوره دې د هېواد په بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي او د ابادۍ په برخه کې دې سالم رقابت وکړي

Latest news

BACK TO NEWS