د وزارت سرپرست د ښکلا او زرغونتیا په موخه یو شمېر نیالګي کېښودل

sadam_morr
Sat, Mar 23 2024 12:28 PM
-

 

 

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د خپلو کاري پلانونو په دوام د وزارت د انګړ د ښکلا او زرغونتیا په موخه یو شمېر ښکلاییز او زینتي  نیالګي کېښودل.

د نيالګيو د ايښودلو پر مهال مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، يو شمېر مرکزي رییسانو او د وزارت يو شمېر کارکوونکو هم شتون درلود.

سرپرست وزیر د نیالګیو کېښودلو پر مهال په خپلو خبرو کې د زرغونتیا او نیالګیو کېښودنې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته په اشارې وویل: هیله لرم، دا کال د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ کال وي او دغه راز یې خپل ملت ته د ابادۍ او پرمختګ په چارو کې د لا بریالیتوب غوښتنه څرګنده کړه.

ښاغلي حقاني زیاته کړه؛ د وطن د ابادۍ لپاره باید اقتصادي او کرنیزو برخو ته زیاته پاملرنه وکړو او د وطن د ابادۍ لپاره بایدلاسونه سره ورکړو.

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم په دې اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، زموږ هېواد له ډېرو کلونو راهیسې له نعمتونو بې برخې و، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د نیالګیو کېښودلو پروګرامونه پیل شوي، هیله ده دا به یو  غوره کال وي.

هغه زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد ص مبارکې وینا ته په اشارې سره وویل: نیالګي کېښودل جاريه صدقه ده او د میوې او بې میوې نیالګیو په کېښودو سره وطن د ابادۍ او سوکالۍ په لور ځي.

ښاغلي راشد وویل: د ملت له هر فرد څخه مې غوښتنه دا ده، چې د یو یو نیالګي په کیښودلو سره د هېواد په زرغونتیا او آبادۍ کې خپله ونډه واخلي، چې هیواد مو زرغون، اباد او سوکاله شي.

Latest news

BACK TO NEWS