د قطر سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Thu, Mar 21 2024 1:53 PM
-

په کابل کې د قطر اسلامي دولت سفیر ښاغلي سعید بن مبارک الخیارين د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته د راستنو شوو مهاجرینو په ستونزو او اړتیاو خبرې وکړې، نوموړي د افغانستان سره د قطر هېواد همېشنۍ همکاري او مرستې وستایلې او غوښتنه یې وکړه، چې له مهاجرینو سره د ګاونډیو هېوادونو له لورې ناسم چلند ښایي په راتلونکي کې د راستنېدنې پروسه نوره هم چټکه کړي، که څه هم د مهاجرینو چارو وزارت د خپل پلان له مخې هڅه کوي ددوی ستونزو ته رسیدګي وکړي خو په دې برخه کې د بشرپاله هېوادونو او په ځانګړي ډول د قطر هېواد مرستو ته هم اړتیا ده

ښاغلي الخیارين د قطر هېواد له لورې له مهاجرینو سره د هر اړخیزو مرستو چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، چې دغه غوښتنې به له خپل حکومت سره شریکې او په اړه به یې لازمې هڅې وکړي

Latest news

BACK TO NEWS