سرپرست وزیر د څلورو ولایتونو د مهاجرینو چارو له مسولینو سره د انلاین ناستې له لارې خبرې وکړې
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د نیمروز، بادغیس، ارزګان او غور ولایتونو د مهاجرینو چارو له مسولینو سره په انلاین ډول خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د نیمروز ولایت د مهاجرینو چارو رییس او د غور، بادغیس او ارزګان ولایتونو د مهاجرینو چارو آمرینو ښاغلي حقاني ته د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ او خپلې ستونزې یې وړاندې کړې.
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر هغوی ته په خطاب کې وویل: په اونۍ کې یو ځل دې له همکارو بنسټونو او ملاتړو سره ناسته وشي او ډېر تمرکز باید د کار په بدل کې له اړمنو سره پر مرستې وي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوو چې په راتلونکي کال کې ځینې آمریتونه ریاستونو ته لوړ کړو او په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې له مرکز څخه یو پلاوی د اړتیاوو او ستونزو د څېړلو په موخه د هېواد ولایتونو ته سفر وکړي.
ښاغلي حقاني د ادارو تر منځ پر لا زیاتې روڼتیا او همغږۍ ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او هواري ډاډ څرګند کړ.
