د کډوالو وزير د ادارو دمرستو پروسيجرونو په تعقيب او تطبيق ټينګار وکړ

Anonymous (not verified)
Wed, May 29 2019 12:04 PM
7

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخی په افغانستان کې د (DRC) موسسې له رئيس ايدو ارد برادفورد هوګس  په لېدنه کې د مرستو رسولو کړنلار د پلي کولو په اړه  خبرې اترې وکړې کومه چې تازه د يا د وزارت له خوا د يوشمېر موسسو سره  په همغږۍ جوړه شوې ده.

دغه ليدنه د تېرې سې شنبې په ورخ د غبرګولي په ۷مه  ترسره شوه. دکډوالو چارو وزير په ولايتونو کې د وزارت د رياستونو د همغږۍ  او د ذکر شوې موسسې دمرستو دوېش پر څرنګوالي او وېشلو ټينګار وکړ او د  DRC موسسې څخه يې غوښتنه وکړه، چې اړمنو خلکوته دې دمرستو په وېش کې له عدل څخه کار واخيستل شي.

د DRC موسسې رئيس په ګډو فعاليتونوکې شتنه ننګونې دکډوالو چارو وزير سره شريکې کړې او ژمنه يې وکړه، چې د برابرې شوې کړنلارې اړوند به خپل فعاليتونه تنظيم کړي.

Latest news

BACK TO NEWS