د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د سراج الاسلام مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

anwari_morr
Sun, Feb 04 2024 12:56 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د خوست ولایت، علي شېرو ولسوالۍ سراج الاسلام مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د مهاجرینو چارو وزیر د خپلې وینا پرمهال وویل، مدرسې ددین مرکزونه دي او ابادول یې زمونږ د ټولو ګډ مسولیت دی

ښاغلي حقاني زیاته کړه مدرسه او پوهنتون دواړه یو دي او د هېواد د پر مختګ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره دواړو ته اړتیا ده

نوموړي همدار راز د خوست ولایت د مرکزي دارالایتام له بېلابېلو شعبو، درسي بهیر او اداري چارو څخه هم لیدنه وکړه

ښاغلي حقاني ددغه دارالایتام د مختلفو برخو مسولینو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ

Latest news

BACK TO NEWS