د مهاجرینو وزارت حقوقي مشاور معرفي شو

sadam_morr
Wed, Jan 31 2024 2:28 PM
-

حاجي نورولي نن چهارشنبه په رسمي ډول د وزارت د سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني له لوري د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي مشاور په حیث وټاکل شو.

ښاغلي ولي د مهاجرینو وزارت د وزیر په ستاینې سره وویل: دا یو لوی مسولیت دی او په دې برخه کې به د وس برابر د ګډو موخو او اړمنو خلکو ته د خدمت لپاره کار کوم.

د وزارت سرپرست ښاغلي نورزي ته د دندې مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د لا بریاوو غوښتنه څرګنده کړه. 

Latest news

BACK TO NEWS