د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د سمنګان ولایت له والي سره ولیدل

anwari_morr
Mon, Dec 25 2023 8:31 PM
-

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي مولوي سره د ولایت مقام کې ولیدل

د سمنګان والي دغه ولایت ته د مهاجرینو د راستنېدو بهیر، هغوی ته د وړاندې شوو خدماتو او کاري کمېټو د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل

ښاغلي حقاني د مهاجرینو په برخه کې د ولایت د هڅو قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل په اړه به یې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي

د مهاجرینو وزیر سمنګان ولایت کې د حضرت سلطان کلي، د مهاجرینو د ښارګوټي څخه هم لیدنه وکړه، د یاد ښارګوټي د تثبیت او تصفیې په اړه یې په اړه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه اسلامي امارت به ژر په یادو ښارګوټو کې ودانیزې چارې شروع کړي

Latest news

BACK TO NEWS