د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د بدخشان له والي سره لیدنه وکړه

anwari_morr
Fri, Dec 22 2023 11:30 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له قاري محمد ایوب خالد سره د هغه په کاري دفتر کې لیدنه وکړه. 
د بدخشان والي بدخشان ته د مهاجرینو د راستنېدو د بهیر، هغوی ته د وړاندې شویو خدمتونو او د کاري کمېټو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني د مهاجرینو په برخه کې د هغوی د ترسره شوو کړنو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ به د ستونزو د له منځه وړو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کوي.
 همدا راز سرپرست وزیر د مهاجرینو د ښارګوټو او استوګنځایونو پر تثبیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: 
اسلامي امارت به ډېر ژر د یادو ښارګوټو د جوړولو چارې پیل کړي.

Latest news

BACK TO NEWS