د مهاجر نړیواله ورځ ونمانځل شوه

anwari_morr
Mon, Dec 18 2023 11:42 PM
-

د مهاجر نړیواله ورځ چې د ډېسمبر له ۱۸ نیټې سره برابره ده؛ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له‌خوا د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یو لړ مراسمو په اوږدو کې، چې د ریاست الوزرا مرستیالانو، د اسلامي امارت د کابینې غړو او د نړیوالو موسسو مسولینو پکې ګډون درلود؛ ونمانځل شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل‌الرحمن حقاني د دوشنبې په ورځ په دغه غونډه کې وویل: زموږ په هېواد کې د مهاجرینو د تېرو څلورو لسیزو ستونزې د لومړي ځل لپاره د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته راپیل شوې؛ خو آن تر اوسه پورې زموږ هېوادوال له دغو ستونزو سره مخ دي. په نړیواله کچه افغان مهاجرين له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دا دويم ځل دى، چې د امريکا او د هغوی د متحدينو په دغه اقدام سره په ميليونونو افغانان کډوال او بې ځايه کېږي او دا بهیر تر اوسه دوام لري.
موږ د نړۍ له هېوادونو او ګاونډیانو څخه هیله کوو، چې له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو او بشردوستانه قوانینو په رڼا کې چلند وکړي، موږ له هغوی څخه غوښتنه کوو، چې زموږ له مهاجرینو سره همکاري وکړي.
اسلامي امارت په زوره شړل شویو او اجباري مهاجرینو سره لومړنۍ مرستې کړې دي او په دې برخه کې له ټولو ملي او بین المللي همکارو موسسو څخه د زړه له کومې مننه کوم او په راتلونکي کې یې هم د همکاریو د دوام غوښتونکي یو.
په دې مناسبت د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې، چې د قاري عبدالستار سعید له خوا ولوستل شو، راغلي، چې زموږ هغه هېوادوال چې په بهر کې ژوند کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي. له اجباري راستنو شویو سره د همکارۍ له امله د اړوندو کمیسیونونو او کمیټو له همکارۍ څخه مننه کوم؛ اسلامي امارت او ټول نظام د مهاجرینو خدمت ته ژمن دی او دا خپله دیني او ملي وجیبه ګڼي.
له ملي سوداګرو او نورو بنسټونو څخه هیله کوم، چې د خپل توان له مخې له خپلو وروڼو سره همکاري وکړي، په دې برخه کې له نړیوالو همکارو بنسټونو څخه هم مننه کوم.
په دې غونډه کې داقتصادي چارو معين ملا عبدالغني برادر وويل: 
په مليونونو مهاجرين د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې‌ برخې دي، موږ له ګاونډيو هېوادونو څخه د نړيوالو او ګاونډيو له قوانينو سره سم نېک چلند غواړو.
اسلامي امارت د جبري راستنېدونکو لپاره د ژوند اساسي اسانتیاوې برابرې کړې دي؛ په دې برخه کې چې له موږ سره کومو ملي سوداګرو او همکارو موسسو مرسته کړې ده، مننه ترې کوو.
د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي وویل: خوښ یو، چې نن له بمي بریدونو، چاودنو، جګړو او بریدونو څخه په خلاص خپلواک افغانستان او د اسلام په مقدس نظام کې سره راټول شوي یو.
 موږ د خپلو وروڼو  په یاد کې دلته سره راغونډ شوي یو، چې د دغو ستونزو له امله لا هم په نورو نږدې او لرې هېوادونو کې د کډوالۍ ترخې شېبې زغمي.
له بده مرغه سږکال موږ دا ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې په تېرو دوو میاشتو کې د پاکستان موقتې ادارې د ټولو اسلامي، بشـري، ګاونډیو او نړیوالو معیارونو خلاف د افغان کډوالو ژوند نه یواځې چې ستونزمن کړی، بلکې په زوره یې بېرته ستنولو ته اړ کړي دي؛ بلکې د دوی شتمنۍ یې هم ونیولې، چور یې یې کړل، ځینې ماشومان یې له مور او پلار پرته په زور له خپلو کورنیو جلا او اخراج کړل او یا یې برعکس مور او پلار یې وشړل او اولادونه یې په هغه هېواد کې پاتې شول.
ښاغلي خروټي زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال ډېری افغانان هېواد ته راستانه شوي؛ خو اوس هم شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
د دغو افغانانو د ستونزو د هواري په موخه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کوربه هېوادونو له چارواکو سره منظمې ناستې وکړې، په همدې موخه یې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او وخت په وخت یې له چارواکو سره کتلي دي.
 په دغو کتنو کې د کوربه هېوادونو او د کوربه هېوادونو له ډيپلوماتانو سره د کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د جبري شړلو پر سر خبرې اترې او بحثونه تر سره شوي دي؛ دغه راز د پاکستان او ايران له زندانونو څخه څه باندې درې زره بنديان او د ترکيې له زندانونو څخه څه باندې اووه زره تنه بنديان آزاد شول او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې سوله ټینګه شوې او د ژوند او کار شرایط یې ډیر ښه شوي، له همدې امله د مهاجرینو پخپله خوښه راستنېدنه د افغانستان اسلامي امارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ده.
د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته وضعیت ښه شوی، له پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو څخه شاوخوا دوه اعشاریه اته میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.
د مرستندویه موسسو په مرسته په تېرو ۱۲ میاشتو کې له یو اعشاریه درېیو میلیونو بېرته راستنېدونکو سره د هېواد په صفري سرحدي کرښو کې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې تر سره شوې دي او هغوی یې خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي دي.
په دې وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې د ټولو اسلامي، بشـري او نړیوالو معیارونو خلاف یو اړخیزه پرېکړه کړې ده، چې له دې پرېکړې وروسته د کډوالو چارو وزارت د بشـري ناورین د مخنیوي په موخه دغه موضوع جدي ونیوله.
موږ عالي‌قدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، ښاغلي محترم رییس‌الوزرا، د هغوی مرستیالانو او د اسلامي امارت ټولو مشرانو ته خبر ورکړ، له هغوی سره مو بېړنۍ ناستې وکړې او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه مو وکړه، د زړه له کومې مننه کوو، چې زموږ غوښتنې یې ومنلې او د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره یې یو عالي کمیسیون جوړ کړ او دوی ته یې ټولې شته اسانتیاوې او بشـري ځواک برابر کړ او د دغه کمیسیون تر چتر لاندې یې ۱۵ کمېټې جوړې کړې.
په دغه لنډ وخت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت رهبري غړو په ځانګړې توګه سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني له ټولو سرحدي ولایتونو او هغو ولایتونو څخه، چې مهاجرین بېرته ورته راستانه شوي، لیدنه وکړه او ټولې ستونزې یې وارزولې.
هغه د کارونو د چټکتیا او د تشو د ډکولو په اړه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.
هغه وویل: موږ د افغانستان له ملي سوداګرو او عامو خلکو څخه غواړو، چې د اسلامي مسولیت او افغاني غرور په بنسټ خپلو مهاجرو وروڼو ته سینه پراخه کړي او له خپلو راستنېدونکو مهاجرینو سره د کورنیو توکو، خوراکي توکو او نغدي مرستو په برابرولو کې مرسته وکړي او خپلو اسلامي او ملي تعهداتو ته ژمن واوسي.
موږ خپلو ټولو هېوادوالو او مهاجرو وروڼو ته ډاډ ورکوو، چې اسلامي امارت او د افغانستان غیور ملت ستاسو له مظلومیت څخه غافل نه‌دی، شپه او ورځ بیدار یو او د هېوادوالو د هوساینې لپاره مو له ټولو هغو لارو چارو کار اخیستی، چې تمه یې کېږي.
له ټولو مهاجرینو وروڼو څخه هیله کوو، چې د افغانستان ملت له تاسو پرته نیمګړی دی، تاسو باید پخپله خوښه بېرته خپل وطن ته راستانه شئ او خپلې پانګې خپل هېواد ته انتقال کړئ، د افغانستان اسلامي امارت به تاسو ته ټولې هغه اسانتیاوې برابرې کړي، چې ستاسو په کاروبار او پانګونه کې له تاسو سره مرسته کولی شي.
د رییس‌الوزرا اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي د دغې غونډې د نورو ويناوالو له منځه وويل: د بهرنيانو د تېري او د خپلمنځي جګړو له امله تر اوسه په ميليونونو افغانان کډوال شوي او ګاونډيو هېوادونو یې د ورورولۍ او قوانینو خلاف په زوره په شړلو پيل کړى دى. اسلامي امارت وکولای شول، چې موضوع په سمه توګه مدیریت کړي، د اسلامي امارت د رهبر له فرمان سره سم کمیسیون جوړ شو.
ښاغلي حنفي د غونډې ګډونوالو ته د بېلابېلو کمېټو د خدمتونو او فعالیتونو په اړه هم معلومات ورکړل.
د مهاجرینو د نړیوال سازمان مشرې ماریا مویتا په دې غونډه کې وویل: هغه افغانان چې بېرته ستنېدو ته اړ شوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي، دغه سازمان په افغانستان کې خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکوي؛ دغه سازمان له یو میلیون ډېرو وګړو سره د صحت، سرپناه او زېربنا په برخو کې مرستې کړې دي او په راتلونکي کې به هم دوام ورکوي.
د یاد وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد پخپلو خبرو کې زیاته کړه، چې اسلامي امارت او رهبرانو یې د مهاجرینو د ستونزو په حل کې له فکره کار اخیستی دی او په دغه نظام کې د یوه مسول شخص په توګه له ټولو هغو همکارو موسسو څخه مننه کوم، چې په دې برخه کې یې له موږ سره همکاري کړې ده.
د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، مولوي نورالحق او حاجي دين محمد د غونډې له نورو ويناوالو څخه وو، چې هر يوه يې د موضوع په اړه خبرې وکړې.
غونډه د شعرونو او ترانو په ویلو او په نېکو دعاګانو سره پای‌ ته ورسېدله.

--

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS