کابل کې به زرګونه کورنۍ له ژمنيو مرستو برخمنې شې

anwari_morr
Wed, Dec 13 2023 2:49 PM
-

دغه څرګندونې د مهاجرينو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس مولوي سردار شيرزاد د مهاجرينو د نړۍوال سازمان د بشري مرستو د مرکزي زون له مسؤول ښاغلي محمد عمر هاشمي سره په لېدنه کې وکړې او په راتلونکو ورځو کې يې په کابل کې ۶ زره او ۲۵۰ بېځايه شوو او طبيعي  پېښو ځپلو کورنيو ته د ژمنيو مرستو د وېش خبر ورکړ.  
د داخلي بېځايه  شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس د يادې ادارې له دايمي همکارۍ څخه دمننې تر څنګ وويل: مرستې به په دقيق او شفاف ډول مستحقينو ته ورسوي او غوره بولو چې اجباري راستنېدونکو ته هم دغه ډول مرستې ورسېږي. 
ښاغلي هاشمي وويل: په دغه مرستو کې به ۲ کمپلې، د ژمني پوښاک کڅوړه او ۲۰۰ امريکايي ډالر او يا د هغې برابر افغانۍ د وزارت سره په همغږۍ د ياد سازمان له لوري په شفاف ډول په راتلونکې اونۍ کې ووېشل شي.
د کابل ولايت د مهاجرينو چارو د رياست د داخلي بېځايه شوو آمر حفيظ الله حيدري هم په دغه ناسته کې ګډون درلود هغه وويل:د همکارو بنسټونو د پريکړې له مخې هغه اجباري راستنېدونکي چې د روان ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وي، دمؤسساتو له لوري به دکابل د ښار په سطحه د ۶ مياشتنيو مرستو له کڅوړو هم برخمن شي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS