د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د جهادي شخصیت عبدالجبار بابکرخیل د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

anwari_morr
Mon, Dec 11 2023 2:31 PM
-

د ستر جهادي او قومي مخور عبدالجبار بابکرخیل د جنازې په مراسمو کې د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د یاد وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړی وو. 
ښاغلي حقاني د بابکرخیل مړینه یوه ستره ضایعه وبلله او د لوی خدای (ج) له درباره یې مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ، اقاربو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS