د کاپیسا ولایت د مهاجرینو چارو آمريت د چارو ارزونه ترسره شوه

anwari_morr
Thu, Nov 16 2023 9:56 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کاپیسا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو آمريت څخه ليدنه وکړه
د یاد آمریت آمر قاري حمد الله حقاني وویل، په دې وروستيو کې یو شمېر کورنۍ کاپيسا ولایت ته راستنې شوي، چې ددوی له لورې یو لړ لومړنۍ مرستې ورسره شوي او په راتلونکي کې به هم ددوی لاسنیوي ته دوام ورکړي
د مهاجرینو چارو وزیر د یاد امریت د چارو د ارزونې ترڅنګ، د کار کوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، نوموړي په کارونو کې په شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره باید شپه او ورځ منظم، چمتو او له هرې ممکنه لارې ددوی خدمت وکړئ

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS