موسسې باید خپله زياته بودیجه په مستحقینو مصرف کړي نه په دفتر پورې اړوند مسايلو

anwari_morr
Sat, Aug 05 2023 8:21 PM
_

دغه څرګندونې د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د قيس ارغنديوال خيريه بنسټ له لورې د دولتي ادارو د استازو په ګډون د زمري په ١٤مه په انټرکانټيننټال هوټل کې په جوړه شوې ناستې کې وکړې.
حقاني زیاته کړه، اړینه ده چې هغه څه چې بنسټونه یې له تمویلوونکو څخه راټولوي، مستحقينو ته په امانتداره او شفافه توګه ورسوي.
هغه زياته کړه، د ځينو ادارو د دفترونو لګښتونه له هغو مرستو ډېر دي، چې پر خلکو وېشل کېږي.
حقاني وويل، که په سروې، وېش، لګښتونو او حساب ورکولو کې روڼتيا نه وي، پايلې به يې مثبتې نه وي.
د مهاجرینو چارو وزیر زیاته کړه اسلامي امارت د هغو وګړو او خیریه موسسو هرکلی او ملاتړ کوي چې له افغانانو سره مرستې ته لیواله دي.
ښاغلي حقاني د قیس خیریه موسسې مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په مرکز او ولایتونو کې د دوی لپاره د فعالیت زمينه برابروي او لازمه ده، چې موسسې د خپلو زيربطو ادارو سره په همغږۍ کار او فعالیت وکړي.
د قیس ارغندیوال خيريه بنسټ غواړي، د ښوونځیو په جوړولو او بزګرانو سره د حبوباتو د تخمونو د وېش په برخه کې مرسته وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS