د بګراميو کمپ د بېځايه شوو د ستونزو په اړه  ناسته وشوه

sadam_morr
Tue, May 23 2023 1:12 PM
-

د  مولوي سردار محمد شېرزاد په مشرۍ د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د حسين خېلو کمپ د بېځايه شوو د ستونزو په اړه ناسته د غبرګولي په (۲) مه  ترسره شوه.
په دغه ناسته کې  داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد وويل، اوسمهال په ټول هېواد کې امنيت دی، بايد ټول داخلي بېځايه شوي بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شي او د مهاجرينو چارو وزارت  د هغو کورنيو نه ملاتړ کوي چې په خپله خوښه خپلو اصلي سيمو ته ستنېږي.
په ورته وخت کې د ياد کمپ استازو  د کار د نشتوالي، شخصي دښمنيو او اقتصادي ستونزې د وزارت  سره شريکې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې  د دوی د دايمي استوګنې لپاره د مناسب ځای په برابرولو کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
د ويلو ده، چې دغه ناسته  د کابل ښار والۍ او اړونده ناحيې  د خلکو د ستونزو په اړه وه، چې د ياد کمپ له استازو سره ترسره شوه.

Latest news

BACK TO NEWS