د مهاجرينو چارو وزير: اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو خويندو او ورونو ته د کار زمينه برابره کړي

sadam_morr
Tue, May 23 2023 12:23 PM
-

دغه خبره د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په کابل کې (۴۰۰) مستحقو ميرمنو ته د ښځو موسسې  له لورې د خوراکي توکو د وېش پرمهال وکړه.
حقاني د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې د اخلاص او شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او له مرستندويه بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړ، چې د سروې او د مرستو د وېش چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره  په هوکړې او همغږۍ په شفاف ډول ترسره شي   ترڅو مرستې اړمنو کورنيو ته ورسي.
هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت چارواکي هڅې کوي او ژمن دي، چې خپلو خويندو او ورونو ته د کار زمينه برابره کړي ترڅو پر ځان بسيا او د مرستو مختاج نه وي.
همدارنګه د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس  د ننيو مرستو د وېش  او روڼتيا په اړه معلومات ورکړل .
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رئيس   د مرستو د وېش د دوام په ژمنه وکړه.
 په ننيو وېشل شوو مرستو کې شپږ قلمه خوراکي توکي شامل ول.

Latest news

BACK TO NEWS