د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال او سرپرست د ملل متحد د ښځو د برخې له مرستيالې سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Apr 20 2023 2:28 PM
-

د مهاجرينوچارو وزارت مالي او اداري مرستيال او د دغه وزارت سرپرست الحاج محمد ارسلاح خروټي په کابل کې د ملل متحد د ښځو د برخې له مرستيالې ميرمن ګيتا سره ليدنه وکړه.

دغه ناسته د وريپه (۳۱) مه د مالي او اداري مرستيال په کاري دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د بشري مرستو پر وېش او د ښځو پر ستونزو خبرې وشوې. ښاغلي خروټي د ښځو د مقام په اړه خبرې وکړې ويې ويل، ښځې د اسلام په سپېڅلي دين او زموږ په ګران هېواد افغانستان کې ځانګړی مقام لري.

مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپلو خبرو کې د همکاريو پردوام او د شته ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS