د مهاجرينو چارو وزارت مالي اواداري مرستيال او د وزارت سرپرست د (UNHCR) دفتر د کمېشنر له مرستيالې سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Tue, Apr 18 2023 12:41 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مالي اواداري مرستيال  او د وزارت  سرپرست  الحاج محمد ارسلاح خروټي د وري په ( ۲۹) مه د (UNHCR) دفتر د کميشنر د مرستيالې ميرمن يو ميکوتاکاشيما سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په ناسته کې   په بېلابېلو برخو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو لپاره د لازمو تياريو، د تېرې ناستې پر موضوعاتو او د نوي پلان په اړه خبرې وشوې او د دواړو لوريو پر هر اړخيزو همکاريو ټينګار وشو.

Latest news

BACK TO NEWS