له سلو زيات افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو خوشې شوو

anwari_morr
Sun, Mar 05 2023 11:04 AM
-

د پاکستان له زندانونو ( ۱۳۱) افغان مهاجرين خوشې او هېواد ته را ولېږل شول.

ياد کسان چې څه موده وړاندې د سند ايالت د امنيتي ادارو له خو  له دې امله ، چې د استوګنې او سفر قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي و، او د  (1946-14ForeignerAct) مادې لاندې د کراچۍ په سنټر جيل او لنډي جيل کې په موقتي بند محکوم شوي وو.

ياد کسان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت، د ا.ا. د جنرال قونسلګرۍ او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو له زندانونو خوشې شول.

خوشي شوي افغانان  د قندهار ولايت په سپين بولدک کې د مهاجرينو چارو وزارت د سرحدي آمريت له لارې د مسافر وړونکو په دريو بسونو کې هېواد ته را ستانه شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د کراچۍ ښار محکمې د (۵۶) بنديانو د خوشي کولو حکم صادر کړی او د طی مراحلو په موخه  د سيند ايالت د کورنيو چارو ادارې ته لېږلی دی.

Latest news

BACK TO NEWS