د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال د ګل پاچا الفت د مهاجرینو ښار ګوټي څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
Thu, Feb 09 2023 9:30 PM
-

د مهاجرینواو راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د ښار ګوټو د خدمتو رييس الحاج اصيل خان مصلح او ور سره مل پلاوي د کابل ولايت د ګل پاچا الفت(مموزي) د مهاجرينو ښار ګوټي څخه ليدنه وکړه.
هغه همدارنګه دهغو کورنیو د استازو سره چې د ښار ګوټي په بلاکونو کې په موقت ډول اوسېدل هم ليدنه وکړه د دوی ستونزې او ننګونې یې واورېدې اود شته ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
په یاد ښار ګوټي کې د راستنېدونکو او مستحقو کورنیو لپاره  (٨) دوه منزه بلاکونه، چې ټول (٩٨) خونې کېږي جوړ  او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
مسلکي مرستیال په ښار ګوټي کې د لاسي صنایعو د فابریکې چې اوس مهال څادرونه توليدوي او راستنېدونکو ته د کار موندنې په موخه جوړه شوې هم لیدنه وکړه او راستنېدونکو ته دلا زیات کار په موخه يې اړونده مسؤلينو ته لازمې لار ښوونې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS