د مهاجرينو چارو وزارت د ګډو پروژو د مديرت او رهبرۍ کمېټې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Tue, Jan 24 2023 2:21 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د ګډو پروژو د مديريت او رهبرۍ کمېټې ناسته د دغه وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ ترسره شوه.

په ناسته کې چې سې شنبه د سلواغې په ( ۴) مه په وزارت کې ترسره شوه، د (PPA) پروژه کې د شاملولو په موخه د بېلابېلو رياستونوپه وړانديز شوو پروګرامونو خبرې وشوې.

د وزارت مسلکي مرستيال د اړمنو کسانو د ستونزو د حل لپاره د وړانديز شوو پروګرامونو په اغېزمنتيا ټينګار وکړ.

 

Latest news

BACK TO NEWS