مسلکي مرستيال؛اړمنو ته د ښه خدماتو رسولو په موخه بايد په جدي او موثره توګه کار وکړو

sadam_morr
Wed, Jan 18 2023 12:41 PM
-----

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د دغه وزارت له رئيسانو او يوشمېر کار کوونکو سره په ليدنه کې  اړمنو کورنيو ته د ښه خدماتو رسولو په موخه په جدي او موثر کار کولو ټيڼګار وکړ.

هغه زياته کړه، له هېواده بهر له  مېشتو افغان مهاجرو او مسلکي کار کوونکو سره د اغېزمنو اړېکو ټينګول او اړمنو ته د خدماتو د وړاندې کول ددې ادارې يو له مهمو موخو څخه دي او د يادې موخې د ترلاسه کولو لپاره بايد د دغه وزارت د تخنيکي څانګو مسؤلين او کار کوونکي لاس په کار شي  او خپلې دندې په جدي او موثره توګه ترسره کړي.

ياده ناسته د مرغومي په (۲۸) مه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي  مرستيال په مشرۍ د دغه وزارت د يوشمېر رئيسانو او کار کوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په ناسته کې د رياستونو د اداري او کاري ستونزو، د کاري موخو له مخې د بېلابېلو څانګو د تشکيل پر ښه والي، د مهاجرينو  په ښارګوټو کې د ستونزو دحل ، بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو او د افغان مهاجرينو سره د اړېکو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS