د مهاجرینو چارو وزیر د ځاځیو قوم له مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل

sadam_morr
Wed, Jan 18 2023 6:11 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د حاجي عبدالصمد په مشرۍ د ځاځیو قوم له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې ښاغلي حقان ي د دغه قومونو ستونزې او مشکلات واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ستونزې به له ټولو اړونده جهتونو سره شریکې او د حل په موخه به یې هڅې وکړي

نوموړي وویل نظام د ټولو قومونو ګډ کور دی، ملاتړ یې زمونږ او ستاسو ګډه دنده ده، ټول کارونه او شخړې باید د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل کړو او هیچاته د خپلسرۍ اجازه نه ورکوو

Latest news

BACK TO NEWS