د مهاجرينو چارو وزارت او (JRS) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
Sun, Jan 15 2023 2:41 PM
_

د مهاجرينو چارو وزارت د مرغومي په ( ۲۵) مه د (JRS) موسسې سره د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د لاسليک شوو هوکړه ليکو نو پر بنسټ به ياده موسسه د ( ۶) سوه، ( ۱۳) زره او (۴۹۹) امريکايي ډالرو په ارزښت  په هرات کې ( ۱۴۸۹) ماشومان، او په کابل کې ( ۱۹۱۰) ماشومان، چې د زده کړو څخه وروسته پاتې او له ستونزو سره مخ دي د پوهنې وزارت د نصاب مطابق له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکوي.

همدارنګه ياده موسسه به د ماشومانو د اړتيا وړ کتابچې او کتابونه برابروي او د زده کړو ترڅنګه به ورته روغتيايي مشورې هم ورکوي.

ياده پروژه به د يوکال لپاره په ذکر شوو ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو ترڅانې لاندې پلي کېږي.

ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس مولوي عبدالرحمن راشد او (JRS) موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS