د مهاجرينو چارو وزارت کې د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Dec 26 2022 8:49 AM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو، کار کوونکو او رئيسانو په شتون يکشنبه د مرغومي په (۴مه د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه ناسته ترسره شوه.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د بېځايه شوو ملي پالېسۍ طرحه د بېځايه شوو د اړتياو د حل لپاره مهمه وبلله اوپه ټول هېواد کې يې د نظام په بدلون سره  په دغه پالېسۍ کې تعديل ضروري وبلله.

هغه زياته کړه، چې دا پالېسي يې په پام کې وه او د مهاجرينو چارو وزارت مرکزي او ولايتي رياستونو  او ملي او نړيوالو  ستکوري ادارو د نظرياتو په ترلاسه کولو سره به تعديل شي.

په دې ناسته کې د يادې پالېسۍ د تعديل د څرنګوالي په اړه د وزارت د مرکزي رياستونو نظريات تر بحث لاندې ونيول شول، چې له يووالي  او نهايي کولو وروسته به  رامنځ ته شوی تعديل او سمون د پالېسۍ  په متن کې شامل شي.

Latest news

BACK TO NEWS