د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د بغلان ولايت د خواجه الوان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
Sun, Nov 27 2022 11:31 AM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ليندۍ په (۵) مه د بغلان ولايت د خواجه الوان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه.

د خواجه الوان په ښارګوټي کې شاوخوا (۲۴۰۰) راستنېدونکي ژوند کوي، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه  بنسټونو سره په همغږۍ د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل لپاره حلې ځلې کوي.

د يوبل خبر له مخې ښاغلي مولوي راشد د بغلان ولايت د چشمه شېر لېسې څخه هم ليدنه وکړه، چې په ياده لېسه کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو کوچنيان په زده کړو بوښت دي.

د يادې لېسې ځېنې برخې  په تېرو کلونوکې  ويجاړې شوې وې، چې د (UNHCR) دفتر په مرسته د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ بيا ځلې ترميم شوې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS