د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره د څه باندې اته ميليونو ډالرو په ارزښت د همکاريو (۹) هوکړه ليکونه لاسليک کړل

sadam_morr
Sat, Nov 19 2022 3:17 PM
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د  مرستندويه بنسټونو سره، راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو رسولو په موخه د لړم په ( ۹) مه  د اته ميليونو( ۳۷۰) زره او (۳۷۱) ډالرو په ارزښت  د همکاريو (۹) هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د يادو هوکړه ليکونو مطابق، د واسا(WASSA)، اکرو(ACHRO)، سي. اچ.ای، پي. آی. ان، افغان ايد، دبليو اس. تی. ای او آی. آرسي د کور جوړولو، پارک، سرک، پلچک، تشنابونو جوړولو او د نغدي، مرستو، ژورو څاه ګانو د کېندلو، د ښوونځي د څارنې، د کانالونو د پاکولو، د انګليسي او کمپيوټر د کورسونو رامنځته کولو  او راستنېدونکو او بېځايه شوو د رواني مشورو ورکولو په  برخه کې په يوشمېر ولايتونوکې پروژې  پلي کېږي.

دغه هوکړه ليکونه د وزارت  مرستو د همغږۍ د رئيس شيخ عبدالرحمن راشد او پلي کوونکو موسسو د استازو ترمنځ په وزارت کې لاسليک شول او شيخ رحماني د پروژو په شفاف پلي کېدو ټينګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS